کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت اقتصادي مرستیال د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) له مرستیال ایندریکا راتوات سره کتلي.
په دغه کتنه کې له یوناما څخه د مرستو عادلانه وېش او شفافیت غوښتنه شوې ده.
د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې د یوناما مرستې باید پراختیايي برخو ته ولېږدول شي، څو د افغانانو اقتصادي وضعیت ته د پام وړ ګټه ورسیږي.
ایندریکا راتوات ویلي، یوناما به د افغان بزګرانو ملاتړ ته دوام ورکړي، د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو لپاره به واړه پورونه برابر او د کرنیزو محصولاتو لپاره به نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي اسانتیاوې رامنځته کړي.
یوناما ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د اقتصادي او پراختیايي همکاریو بهیر ته دوام ورکړي، څو د افغانانو د ژوند کېفیت لوړ شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/