کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت اقتصادی مرستیال د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) له مرستیال ایندریکا راتوات سره کتلی.
په دغه کتنه کې له یوناما څخه د مرستو عادلانه وېش او شفافیت غوښتنه شوې ده.
د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال ټینګار کړی، چې د یوناما مرستې باید پراختیایی برخو ته ولېږدول شی، څو د افغانانو اقتصادی وضعیت ته د پام وړ ګټه ورسیږی.
ایندریکا راتوات ویلی، یوناما به د افغان بزګرانو ملاتړ ته دوام ورکړی، د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو لپاره به واړه پورونه برابر او د کرنیزو محصولاتو لپاره به نړیوالو بازارونو ته د لاسرسی اسانتیاوې رامنځته کړی.
یوناما ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د اقتصادی او پراختیایی همکاریو بهیر ته دوام ورکړی، څو د افغانانو د ژوند کېفیت لوړ شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ