کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یوناما مرستیال مارکس پوتزل د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدنه کې د نورو وسلوالو ډلو په ځپلو او له نشه يي توکو سره د مبارزې او اداري فساد په برخو کې د کورنیو چارو وزارت هڅې ستایلي دي.
د خبرپاڼې له قوله دې لیدنه کې د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال ډاډ ښودلی، چې امنيتي ځواکونه په ځانګړي توګه ملي پوليس د يوناما د ټولو دفتري څانګو، سفارت خونو او نورو بهرنيو بنسټونو د امنيت ټينګښت خپل لومړيتوب ګڼي او ډاډ يې ورکړ، چې ټول بهرني بنسټونه چې له سرپرست حکومت سره د همکارۍ لېوالتيا لري، کولی شي چې په سوله ييزه فضا کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د سرپرست افغان حکومت چارواکو په دې وروستیو کې د نشه یي توکو پر ضد خپله مبارزه چټکه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/