کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د یوناما مرستیال مارکس پوتزل د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدنه کې د نورو وسلوالو ډلو په ځپلو او له نشه یی توکو سره د مبارزې او اداری فساد په برخو کې د کورنیو چارو وزارت هڅې ستایلی دی.
د خبرپاڼې له قوله دې لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال ډاډ ښودلی، چې امنیتی ځواکونه په ځانګړی توګه ملی پولیس د یوناما د ټولو دفتری څانګو، سفارت خونو او نورو بهرنیو بنسټونو د امنیت ټینګښت خپل لومړیتوب ګڼی او ډاډ یې ورکړ، چې ټول بهرنی بنسټونه چې له سرپرست حکومت سره د همکارۍ لېوالتیا لری، کولی شی چې په سوله ییزه فضا کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړی.
د سرپرست افغان حکومت چارواکو په دې وروستیو کې د نشه یی توکو پر ضد خپله مبارزه چټکه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ