کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلی، د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ کلونو لپاره یې خپل ستراتیژیک چوکاټ چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د دې سازمان لومړیتوبونه په ګوته کوی، جوړ کړی دی.
د خبر پر بنسټ یوناما د دې چوکاټ په شریکولو سره ویلی، دغه چوکاټ د مخ پر ډېریدونکی محدودونکی چاپېریال ته د ځواب ورکولو په برخه کې د اصولی مرستو پر رسولو تمرکز لری چې ټول افغانان، په تېره ښځې او نجونې ورسره مخ دی.
د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په دې اړه زیاته کړې، دغه ستراتیژیک چوکاټ افغانانو ته د مرستې یو پیاوړی وړاندیز دی، چې د دوی اساسی بشری اړتیاوې په ګوته او د ژوند ژغورونکو بشری مرستو روان بهیر بشپړ کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ