کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبرله مخې د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما د دغه سازمان امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې ویلي دي چې په دغه موده کې د اوو وسلوالو بریدونو او چاودنو په ترڅ کې ۱۸ کسان، چې ۱۴ یې ملکي وګړي وو، وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان شوي دي چې په ټپیانو کې ۵۵ ملکي وګړي دي.
دغه راپور د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر او دسمبر میاشتو ترمنځ موده رانغاړي او ویل شوي چې دغه شمېرې ۲۰۲۴ زېږدیز کال په وروستیو درې میاشتو کې په افغانستان کې په ګوته شوې دي.
د یوناما د راپور په امنیتي برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پکتیکا او پکتیا ولایتونو اړوند د دیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو یادونه هم شوې چې له کبله یې د کرښې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتي.
یوناما د دسمبر په ۲۴ مه د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالي د پاکستان د هوايي برید یادونه کړې او ویلي چې په دې برید کې د ۳۰ ماشومانو په شمول ۴۹ تنه وژل شوي او ۸ ښځې ژوبلې شوي دي.
پداسې حال کې چې پاکستاني چارواکي په پرله پسې ډول ادعا کوي چې دوی پدې بریدونو کې خپل وسله وال مخالفین په نښه کړي دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/