کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبرله مخې د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما د دغه سازمان امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په خپل وروستی درې میاشتنی راپور کې ویلی دی چې په دغه موده کې د اوو وسلوالو بریدونو او چاودنو په ترڅ کې ۱۸ کسان، چې ۱۴ یې ملکی وګړی وو، وژل شوی او ۶۱ نور ټپیان شوی دی چې په ټپیانو کې ۵۵ ملکی وګړی دی.
دغه راپور د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر او دسمبر میاشتو ترمنځ موده رانغاړی او ویل شوی چې دغه شمېرې ۲۰۲۴ زېږدیز کال په وروستیو درې میاشتو کې په افغانستان کې په ګوته شوې دی.
د یوناما د راپور په امنیتی برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پکتیکا او پکتیا ولایتونو اړوند د دیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو یادونه هم شوې چې له کبله یې د کرښې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتی.
یوناما د دسمبر په ۲۴ مه د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالی د پاکستان د هوایی برید یادونه کړې او ویلی چې په دې برید کې د ۳۰ ماشومانو په شمول ۴۹ تنه وژل شوی او ۸ ښځې ژوبلې شوی دی.
پداسې حال کې چې پاکستانی چارواکی په پرله پسې ډول ادعا کوی چې دوی پدې بریدونو کې خپل وسله وال مخالفین په نښه کړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ