ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمری/اسد میاشتې لومړۍ او د جولای میاشتې ۲۳مه نېټه ده) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما وایی چې په خوست او پکتیکا کې د زلزلې لاملونو موندلو په موخه یې جاپانی متخصصین راغوښتی دی.
دا څرګندونې د یوناما د بشری مرستو د همغږې کوونکې ادارې مشر رامز علی اکبروف د یوناما د سرپرست مارکس پوتزل سره په ګډه خوست ولایت ته د سفر پر مهال کړې دی.
د یوناما پلاوی د خوست په ملکی هوایی ډګر کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقانی، ځایی چارواکو او د سیمې له اوسیدونکو او قومی مشرانو سره لیدلی.
په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو همغږی کوونکی رامز علی اکبروف چې څو ځلې یې له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه هم کړې، وویل، چاپانی متخصصین یې راوستی، څو په پکتیکا او خوست کې د زلزلې اصلی لامل او حد معلوم کړی.
بلخوا د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقانی په دې لیدنه کې وویل، تر هغې چې بهرنی متخصصین سیمه له نږدې وګوری او د کورونو د بیا ځل ړنګیدو احتمال نه وی ختم شوی، نو ملګری ملتونه او نور نړیوالې مرستندویه بنسټونه دې په لنډ مهاله توګه د زلزله ځپلو لپاره د سرپناه په برابرولو کې همکاری وکړی، څو هغوی د ژمی په راتګ سره له ستونزو سره مخ نه شی.
گهیځ