کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې ادارې یا یونسېف ویلی، چې د ملګرو ملتونو ادارو په تېره یوه میاشت افغانستان کې له ۶ میلیونو څخه زیاتو افغانانو ته روغتیایی خدمتونه او خواړه برابر کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د راپور له مخې په روغتیایی مرکزونو کې خلکو ته د برابرو شویو روغتیایی خدمتونو له نیمایی څخه زیات یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومانو ته برابر شوی دی.
یونسېف اوس مهال په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې ۳ زره ۲۰۰ مرکزونو څخه ملاتړ کوی، چې د تېر سپټمبر په میاشت کې د دغو مرکزونو له لارې ۱.۱ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ د تشخیص لپاره معاینه شوی دی.
همداشان په دغه موده کې ۶ لکه ۶ زره ماشومان چې ۵۷ فیصده یې نجونې وې، په دغو مرکزونو کې په سختې خوارځواکۍ د اخته کیدو له امله تر درملنې لاندې نیول شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ