یونسېف د خوړو او درملو ملی ادارې ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د خوړو او درملو ملی ادارې سرپرست د افغانستان لپاره د یونسېف د روغتیا برخې له مشرې فوزیې شفیق سره کتلی دی.
د یادې ادارې د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د خوړو او درملو ملی ادارې سرپرست ویلی، که چېرې غواړی چې په افغانستان کې په واقعی ډول د ناروغیو مخه ونیول شی او افغانان له بیرونی احتیاج څخه خلاص شی، باید د خوړو او درملو ملی ادارې چې یوه غیر سیاسی اداره ده، هر اړخیز ملاتړ یې وکړی.
بل لور بیا د یونسېف مؤسسې د روغتیا برخې مشرې هم د خوړو او درملو ملی ادارې د رهبرۍ فعالیتونه ستایلی او ویلی یې دی، چې موږ په افغانستان کې په هر ډول شرایطو کې د دې ادارې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو یؤ.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.