معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یونسېف وایي، افغانستان کې د محلي ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته رسوو

یونسېف وایي، افغانستان کې د محلي ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته رسوو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونسېف ويلي، چې د افغان ماشومانو د روزنې لپاره به د روان کال تر پایه د محلي ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته ورسوي.
یونسېف په بامیانو کې د یوه محلي ټولګي د عکس په خپرولو سره ویلي، د محلي ټولګیو متعلمین نجونې او هلکان د دوو کلونو درس په یوه کال کې بشپړوي.
د یونسېف په خبره دا زده کوونکي په خورا لېوالتیا خپلو ټولګیو ته ورځي.
دا د یونسېف د چټکو زده‌ کړو د پروګرام یوه برخه ده، چې په افغانستان په تېره بیا هغو سیمو کې تطبیقیږي چې دولتي ښوونځي ترې لرې دي، یا یې نجونې او هلکان په پراخه کچه له زده کړو بې برخې دي.
د یونسېف دا پروګرام د آسیایي بانک، نړیوال بانک، جنوبي آسیا او د آروپايي ټولنې د بشري مرستو د پروګرام له‌ خوا تمویلیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس