یونسېف وایی، افغانستان کې د محلی ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته رسوو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهی صندوق یا یونسېف ویلی، چې د افغان ماشومانو د روزنې لپاره به د روان کال تر پایه د محلی ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته ورسوی.
یونسېف په بامیانو کې د یوه محلی ټولګی د عکس په خپرولو سره ویلی، د محلی ټولګیو متعلمین نجونې او هلکان د دوو کلونو درس په یوه کال کې بشپړوی.
د یونسېف په خبره دا زده کوونکی په خورا لېوالتیا خپلو ټولګیو ته ورځی.
دا د یونسېف د چټکو زده‌ کړو د پروګرام یوه برخه ده، چې په افغانستان په تېره بیا هغو سیمو کې تطبیقیږی چې دولتی ښوونځی ترې لرې دی، یا یې نجونې او هلکان په پراخه کچه له زده کړو بې برخې دی.
د یونسېف دا پروګرام د آسیایی بانک، نړیوال بانک، جنوبی آسیا او د آروپایی ټولنې د بشری مرستو د پروګرام له‌ خوا تمویلیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.