یونسېف وایی، افغانستان کې یې سلګونه زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق یا یونسېف ویلی، د روان کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې تر ۴۵۰ زرو زیاتو کسانو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
د ملګرو ملتونو دغه دفتر د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې څاه ګانې یې کېندلی او ترمیم کړی او د اوبو رسولو داسې تاسیسات یې جوړ کړی، چې د لمر په انرژۍ چلیږی.
د یونسېف مسوولینو همدا راز زیاته کړې، چې د خلکو د کورونو مخې ته یې د اوبو نلونه مستقیماً رسولی دی، مګر بیا هم د دوی په وینا د څښاک د اوبو کمښت ډېر د پام وړ دی.
دوی وایی، په لویو ښارونو کې بیا هم د څښاک پاکو اوبو نشتون لویه ستونزه ده.
بل لور اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر ویلی، چې په افغانستان کې وچکالی زیاته شوې او د ژوند د امکاناتو د نشتوالی له امله بې‌ وزلۍ زور موندلی.
دوی زیاته کړې، چې د وچکالۍ په پایله کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د اوبو کچه ټیټه شوې او په ځینو سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبه څو سوه مترو ته ښکته شوې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.