معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یونسېف په افغانستان کې د څښاک اوبو کمښت په اړه اندېښنه ښودلې:

یونسېف په افغانستان کې د څښاک اوبو کمښت په اړه اندېښنه ښودلې:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۷):
افغانستان کې د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان وجهي صندوق (یونېسف) ویلي، تېرو وچکالیو افغانستان کې د څښاک اوبه کمې کړې دي.
د یونسېف ویاند سلام ال جنابي زیاته کړې چې د دوی لپاره دا ستونزه جدي ده او دې برخه کې به راتلونکی کال له افغانانو سره ځانګړې مرسته وکړي.
نوموړی زیاتوي، اوس چې د ژمي موسم رسېدلی، نو پاکو اوبو ته د مېندو او ماشومانو نه لاس‌ رسی او وچکالي زموږ لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.
د یونېسف تازه سروې له مخې په افغانستان کې اوسمهال ۷۹ سلنه کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخ دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس