کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۷):
افغانستان کې د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان وجهی صندوق (یونېسف) ویلی، تېرو وچکالیو افغانستان کې د څښاک اوبه کمې کړې دی.
د یونسېف ویاند سلام ال جنابی زیاته کړې چې د دوی لپاره دا ستونزه جدی ده او دې برخه کې به راتلونکی کال له افغانانو سره ځانګړې مرسته وکړی.
نوموړی زیاتوی، اوس چې د ژمی موسم رسېدلی، نو پاکو اوبو ته د مېندو او ماشومانو نه لاس رسی او وچکالی زموږ لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.
د یونېسف تازه سروې له مخې په افغانستان کې اوسمهال ۷۹ سلنه کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ