یونیسف له سرپرست افغان حکومته غوښتی چې د ښځو کار او تعلیم په اړه شوې دواړه پرېکړې دې بېرته واخلی

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلی، چې افغانستان کې د ښځینه قشر د کار او تعلیم په اړه د سرپرست افغان حکومت د شویو پرېکړو غندنه کوی.
یادې ادارې زیاته کړې، دغه پرېکړې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو په رڼا او افغانستان کې د ښځو د حقونو له حقونو ښکاره سرغړونه ده.
یونیسف ویلی، دا پرېکړې د ماشومانو او کورنیو لپاره په ټول افغانستان کې د خدماتو وړاندې کولو پر وړاندې ستونزې زېږوی، په تېره بیا د ماشومانو د روغتیا، تغذیې، روزنې او ساتنې په برخو کې.
د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوی، دوی په ټول افغانستان کې ۱۹ میلیون خلکو ته چې تر ۱۰ میلیون ډېر ماشومان هم په کې شامل دی، د خدماتو پروګرامونه لری، چې په وینا یې د طالبانو له دغو پرېکړو سره به اغېزمن شی.
موسساتو کې د ښځینه وو پر کار او لوړو زده کړو څخه په موقته توګه د نجونو بې برخې کول د سرپرست افغان حکومت هغه دوه وروستۍ پرېکړې دی، چې په پراخه کچه د اسلامی او غربی هېوادونو له لوری غندل شوی او دا غندنې لا هم دوام لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.