ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمری/اسد ۱۳مه او د اګسټ میاشتې ۴ مه نېټه ده) یونېسف ویلی، چې د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له امله د کولرا په څېر ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر شوی دی.
د یونېسف د بشر دوستانه چارو کارکوونکې انی کندروچیک د یادې ادارې پر ټویټر خپور شوی یوه پیغام کې ویلی: “موږ یوازې د ځینو هغو سیمو څخه لیدنه وکړه چې د وروستۍ زلزلې په پایله کې تر ټولو زیات زیانمن شوی دی. له زلزلې وروسته د کولرا د خپرېدو خطر ډېرېږی چې د ماشومانو لپاره وژونکی کېدای شی.”
له زلزلې وروسته بې ځایه شوی او زیانمن خلک هلته د څښاک اوبو او د ستوګنې لپاره له مناسب چاپېریال بې برخی دی.
او دا خطر تر ډېره کوچنیانو ته متوجه دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا د خپرېدو د ګواښ خبر ورکړی و.
د رسمی شمېرو له مخې، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د جون د میاشتې د ۲۲ نېټې د ویجاړونکې زلزلې له امله تر زرو زیات کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شوی دی.
گهیځ