کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۶ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف ویلی، تېر کال یې په افغانستان کې له ۱۹ میلیونو څخه زیاتو کسانو سره، چې ۵۳ سلنه یې ماشومان وو، د روغتیا، پوهنې، ماشوم ساتنې او نورو برخو کې مرستې برابرې کړی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د درېیم پرلپسې کال لپاره د ماشومانو د بشری مرستو د عملیاتی پلان (ایچ اې سی) لپاره د نړیوالې تولنې څخه د ۱.۴۴ میلیاردو ډالرو بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې ده، چې تېر ۲۰۲۴ کال کې د نړیوالې ټولنې له خوا ورته د دغې اړینې بودیجې یوازې ۵۶٪ بودیجه برابره شوې وه. یونېسف په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې په افغانستان کې د یوې خوا د افغانانو بشری اړتیاوې د تېرکال په څېر پر خپل ځای پاتې دی او له بلې خوا دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې په مرستو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ