کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د پوهنې وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) له لوري د دغه ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د ۲۲ ښوونځيو ودانۍ بیارغول کیږي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند ويلي، د پوهنې وزارت له لوري د ۱۳ بابه ښوونځیو ودانۍ چې د تېرو جګړو او وروستیو اورښتونو له امله ویجاړ شوې وې، د پنځو میلیونه افغانیو په مالي لګښت د راتلونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې بیارغول کیږي.
د مسوولینو په وینا هغه د یونېسف له لوري د ۹ بابه ښوونځيو ودانۍ هم د ۴۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د روان کال تر پایه پورې رغول کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/