کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو ویلی، چې د پوهنې وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) له لوری د دغه ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د ۲۲ ښوونځیو ودانۍ بیارغول کیږی.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند ویلی، د پوهنې وزارت له لوری د ۱۳ بابه ښوونځیو ودانۍ چې د تېرو جګړو او وروستیو اورښتونو له امله ویجاړ شوې وې، د پنځو میلیونه افغانیو په مالی لګښت د راتلونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې بیارغول کیږی.
د مسوولینو په وینا هغه د یونېسف له لوری د ۹ بابه ښوونځیو ودانۍ هم د ۴۵ میلیونه افغانیو په مالی لګښت د روان کال تر پایه پورې رغول کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ