معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یونېسف کابل کې د اوبو پر کمښت اندېښنه ښودلې

یونېسف کابل کې د اوبو پر کمښت اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف خبرداری ورکړی، چې که کابل کې د اوبو کمښت په تړاو عاجل اقدام ونه‌ شي، تر۲۰۳۰م کال پورې به د کابل ښار د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې تېره ورځ په خپلې اطکس‌ پاڼې لیکلي، کابل کې د خلکو د هستوګنې چټک بهیر او د اقلیم د بدلون اغېزې د دې سبب شوي، چې په‌ دې ښار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه د پام وړ کمه شي.

د یونېسف په وینا له لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته افغانستان دا تیاری نه‌ لري، چې د اقلیم د بدلون له اغېزو سره مقابله وکړي.

د ملګرو ملتونو په وینا د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي پاکو اوبو ته کافي لاسرسی نه‌ لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس