یونېسف کابل کې د اوبو پر کمښت اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف خبرداری ورکړی، چې که کابل کې د اوبو کمښت په تړاو عاجل اقدام ونه‌ شی، تر۲۰۳۰م کال پورې به د کابل ښار د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې تېره ورځ په خپلې اطکس‌ پاڼې لیکلی، کابل کې د خلکو د هستوګنې چټک بهیر او د اقلیم د بدلون اغېزې د دې سبب شوی، چې په‌ دې ښار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه د پام وړ کمه شی.

د یونېسف په وینا له لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته افغانستان دا تیاری نه‌ لری، چې د اقلیم د بدلون له اغېزو سره مقابله وکړی.

د ملګرو ملتونو په وینا د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه وګړی پاکو اوبو ته کافی لاسرسی نه‌ لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.