معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یوه ترکي کمپنۍ افغانستان کې د یتیمو ماشومانو لپاره ښارګوټی جوړوي

یوه ترکي کمپنۍ افغانستان کې د یتیمو ماشومانو لپاره ښارګوټی جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د ترکیې هېواد د (SKM) کمپنۍ له مشر ډاکټر عباس فرساد سره کتلي.
د دغه وزارت ویاند ویلي، چې په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو او همدارنګه د دغه وزارت له لوري هغوی ته د خدمتونو د وړاندې کولو پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې کړي.
نوموړی زیاتوي چې په ورته مهال د ترکیې هېواد د (SKM) کمپنۍ ریيس د یادې کمپنۍ د پروژو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړي او زياته کړې یې ده، چې یاده کمپنۍ به د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره یو ښارګوټی جوړ کړي.
د نوموړي په خبره د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي بسیاینې په موخه به د حرفوي زده کړو برخه کې هم د خپلو امکاناتو د چمتو کولو برخه کې کار وکړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس