یوه ترکی کمپنۍ افغانستان کې د یتیمو ماشومانو لپاره ښارګوټی جوړوی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د ترکیې هېواد د (SKM) کمپنۍ له مشر ډاکټر عباس فرساد سره کتلی.
د دغه وزارت ویاند ویلی، چې په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو او همدارنګه د دغه وزارت له لوری هغوی ته د خدمتونو د وړاندې کولو پر څرنګوالی هر اړخیزې خبرې کړی.
نوموړی زیاتوی چې په ورته مهال د ترکیې هېواد د (SKM) کمپنۍ رییس د یادې کمپنۍ د پروژو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړی او زیاته کړې یې ده، چې یاده کمپنۍ به د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره یو ښارګوټی جوړ کړی.
د نوموړی په خبره د یتیمانو او معلولینو د اقتصادی بسیاینې په موخه به د حرفوی زده کړو برخه کې هم د خپلو امکاناتو د چمتو کولو برخه کې کار وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.