کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د نجیب سلیمان هندي شرکت له مرستیال منور لال سره په کتنه کې د انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د هندي شرکت مرستیال ویلي، چمتو دي چې په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر هم د ياد شرکت د پانګونې هرکلی کړی او ويلي یې دي، چې اوسمهال له هره پلوه په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او دغه وزارت په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو شرکتونو په افغانستان کې د انرژۍ توليد په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې وه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/