کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د نجیب سلیمان هندی شرکت له مرستیال منور لال سره په کتنه کې د انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې کړی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د هندی شرکت مرستیال ویلی، چمتو دی چې په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د تولید په پروژو کې پانګونه وکړی.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر هم د یاد شرکت د پانګونې هرکلی کړی او ویلی یې دی، چې اوسمهال له هره پلوه په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او دغه وزارت په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې د انرژۍ تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ