معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یوه پاکستاني وکیل غوښتي چې ټولې ایالتي حکومتي ادارې باید د افغانانو له ځورولو لاس واخلي

یوه پاکستاني وکیل غوښتي چې ټولې ایالتي حکومتي ادارې باید د افغانانو له ځورولو لاس واخلي

پېښور- ګهیځ نیوز( د ۱۴۰۱کال د مرغومي ۱۹مه،):
یوه پاکستاني وکیل ددې هېواد د بشري حقونو له ملي ادارې غوښتي تر څو ددې هېواد ټولې ایالتي حکومتي ادارې اړباسي چې هلته د مهاجرو افغانانو له ځورولو لاس واخلي.
دغه غوښتنه په اسلام آباد کې د بشري حقونو فعال او د پاکستان د سترې محکمې وکیل عمر اعجاز ګېلاني کړې ده او څرګنده کړې یې ده چې پناه غوښتونکي افغانان هم په پاکستان کې د ځینو بشري حقونو مستحق دي چې باید ورکړل شي.
نوموړي په خپل درخواست کې یادونه کړې چې پاکستاني پولیس باید د هغو افغانانو له نیولو او ځورولو لاس واخلي چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته عریضې کړې دي.
دغه وکیل د ملګرو ملتو سازمان د کډوالۍ له ادارې هم وغوښتل تر څو د هغه افغانانو درخواستونه دې زر تر رزه وڅېړي چې په پاکستان کې د ژوند کولو لپاره يې دوی ته وړاندې کړي دي.
دغه وکیل زیاته کړې چې په اوسنیو حالاتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل او بيرته استول غير قانوني دي.
نوموړي وویل چې دا افغانان د پاکستان د اساسي قانون، د پاکستان لخوا لاسلیک شويو نړیوالو تړونونو او نړیوال قانون له مخې هم په زور له اېستلو خوندي دي..
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس