پېښور- ګهیځ نیوز( د ۱۴۰۱کال د مرغومی ۱۹مه،):
یوه پاکستانی وکیل ددې هېواد د بشری حقونو له ملی ادارې غوښتی تر څو ددې هېواد ټولې ایالتی حکومتی ادارې اړباسی چې هلته د مهاجرو افغانانو له ځورولو لاس واخلی.
دغه غوښتنه په اسلام آباد کې د بشری حقونو فعال او د پاکستان د سترې محکمې وکیل عمر اعجاز ګېلانی کړې ده او څرګنده کړې یې ده چې پناه غوښتونکی افغانان هم په پاکستان کې د ځینو بشری حقونو مستحق دی چې باید ورکړل شی.
نوموړی په خپل درخواست کې یادونه کړې چې پاکستانی پولیس باید د هغو افغانانو له نیولو او ځورولو لاس واخلی چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته عریضې کړې دی.
دغه وکیل د ملګرو ملتو سازمان د کډوالۍ له ادارې هم وغوښتل تر څو د هغه افغانانو درخواستونه دې زر تر رزه وڅېړی چې په پاکستان کې د ژوند کولو لپاره یې دوی ته وړاندې کړی دی.
دغه وکیل زیاته کړې چې په اوسنیو حالاتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل او بیرته استول غیر قانونی دی.
نوموړی وویل چې دا افغانان د پاکستان د اساسی قانون، د پاکستان لخوا لاسلیک شویو نړیوالو تړونونو او نړیوال قانون له مخې هم په زور له اېستلو خوندی دی..
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ