یوې بهرنۍ مؤسسې پروژه کې یو متر سنکاری له ۱۳ زره ۳ سوه افغانیو څخه په لوړه بیه ورکړې
راپور: ذیشان ذهین
ګهیځ د IOM بهرنۍ مؤسسې له لوری اورش ساختمانی شرکت ته په ورکړل شوې پروژه کې د فساد موارد موندلی.
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د IOM (International Organization for
Migration)
بهرنی شرکت له لوری د اورش په نامه ساختمانی شرکت ته د یو استنادی دېوال او کانال د سنګارۍ پروژه منظور کړې وه. دغه پروژه چې په بهسود خاص کلی کې پلې شوې، زموږ د موندنو له مخې د یو لک او پنځه زره امریکایی ډالرو په قیمت پرې ۱۱۰ متره استنادی دېوال او ۵ سوه متره کانال (ویاله) سنګاری شوې ده. ننګرهار کې د صرافۍ مارکېټ (شنبې لسم د اپریل) د اسعارو بیې له مخې دغه یو لک او پنځه زره امریکایی ډالر ۸ میلیونه ۱ لک او ۲۷ زره افغانۍ کیږی. د دغه قیمت او کاری اندازې له مخې د نوموړی شرکت له لوری د یادو چارو یو متر سنګاری په ۱۷۲.۱۳۱ ډالره باندې شوې، چې ۱۳ زره ۳ سوه ۲۲ افغانۍ کیږی.
د دغه قیمت سربېره اورش ساختمانی شرکت د دومره مسلکی انجینرانو سره بیا هم د یادې پروژې د تطبیق مشری یو اماتور انجینر ته ورکړې. له دې سربېره د ګهیځ نورې موندنې دا په ډاګه کوی چې د یاد ساختمانی شرکت یو شمېر نور کارکوونکی هم مسلکی نه دی. دا چې ولې د IOM مؤسسې لخوا د پروژې په ورکړه کې مسلکیتوب ته پام نه دی شوی؟ غوښتل مو چې د IOM مؤسسې د ختیځ زون د څانګې له مشر میر آغا نصرت څخه یې وپوښتو، خو نوموړی د ټیلیفون پر لیکه ګهیځ سره خبرو کې په دې اړه له مرکې کولو ډډه وکړه. د ګهیځ د موندنو له مخې د یادې پروژې د شویو چارو ډېره برخه په ټیټ کېفیت ترسره شوې ده. د دغه ټیټ کېفیتی کار هغه ثبوتی ویډیوګانې ګهیځ ته په لاس ورغلی، چې په کې د یادې پروژې تطبیق کې د اورش ساختمانی شرکت شوی فساد جوت معلومیږی. له دغو ویډیوګانو څخه یوه کې ښکاری چې د اورش ساختمانی شرکت کاریګر د ډی پی سی لپاره په درې لاس ګاډۍ جغل کې نیمه بورۍ سمنټ ګډوی، حال دا چې د مسلکی انجینرانو په خبره د ډی پی سی(د سنګارۍ پر سر د تخت په څېر چوکاټیز فرش اچول) لپاره باید درې لاس ګاډیو کې یو بورۍ سمنټ ګډ کړل شی.
د یادو کړنو سربېره نه یواځې د عمومی بندنو او لښتیو لپاره یوشان د بندونو دروازې چې دواړه یې اویا سانتی دی، لګول شوی؛ بلکې ډېری لښتی له دغو دروازو څخه بې برخې پاتی. دا چې ولې؟ تر ډېرو هڅو او هلو_ځلو وروسته بیا هم د اورش ساختمانی شرکت مسؤولین د دغو مسایلو په اړه ځواب او مرکې کولو ته حاضر نه شول. له دې ور هاخوا ګهیځ ته د یوې باوری سرچینې د اطلاع له مخې باید د یادو دروازو تر شاه د دهقانانو لپاره یو فټ پلن دوه متره اوږد بیم اچول شوی وی، څو د دروازو د خلاصون او بندښت پرمهال پرې خپلو ځمکو ته اوبه خوشې کوونکی یا تړونکی ودریږی، خو موږ ته ترلاسه شویو ثبوتونو دا په ډاګه کوله چې د دروازو ترشاه بیم اچولو لپاره غاړو کې پېښودل شوی ځایونه بېرته بند شوی وو، اما وروسته تر دې چې په دې اړه د ګهیځ څېړنیز راپور جوړونه ډاګیزه شوه، بیا ځل د بیم لپاره بند شوی ځایونه وسپړل شول او بیم اچونې لپاره چمتو شول.
له دغو مواردو سربېره اورش ساختمانی شرکت د ویالې په وروستۍ برخه کې ۳۳.۵ متره د ویالې د تَل فرش هم نه وو اچولی. له پروژې مسؤول څخه لومړیو کې په دې اړه د پوښتلو پرمهال نوموړی ویلی وو، چې د دغه فرش پرځای یې د سنګارۍ اوږدوالی ډېر کړی، اما وروسته له دې چې ګهیځ د یو مسلکی انجینر پرمټ شوې سنګاری بیا ځل متر کړه، نو د یاد شرکت اضافی ادعا رد او په دوهم وار یې پر ویالې باندې د دغه ځای فرش اچونې په موخه اوبه وچې کړې.
ګهیځ وغوښتل چې د فساد اړوند ترلاسه شویو ثبوتونو په اړه د اورش ساختمانی شرکت مسؤولین وپوښتی. د دغو پوښتلو په لومړی قدم کې د یادې پروژې مسؤول شیر علی چې د ده په خبره تجربوی انجینر دی، د فساد یادو شواهدو په اړه خبرې وشوې. نوموړی پرته له دې چې په دې اړه موږ سره مرکې ته حاضر شی او یا کوم مدلل ځواب ووایی، زیاته کړه:
((موږ کوشش کړی چې په ښه کېفیت سره دغه پروژه تکمیل کړو. همدا مو موخه ده. خو دلته مزدورانو بد کار کړی. مزدوران ډېر کله د ناراستۍ له امله دغه ډول کارونه وکړی. خیر دی. بد یې کړی. باید داسې یې نه وای کړی. موږ تل ورته ویلی چې سمنټو باندې زړه مه خوږوئ، خو بس دوی ناراسته دی، سمنټ وړل یې له لاسه نه دی شوی. له همدې امله یې هلته مسأله کې سمنټ کم ګډ کړی))
اما دا زموږ د ترلاسه شویو ثبوتونو قانع کوونکی ځواب نه وو. له همدې امله مو د اورش شرکت له مشرتابه سره په دې اړه د مرکې هڅه وکړه، اما د رئیس پرځای مو د شرکت معاون هدایت نورزی چې د ده په وینا ډاکټر دی، وموند. هڅه مو کوله چې نوموړی د دغو مواردو د ځواب لپاره مرکې ته چمتو کړو، خو د خبرو په جریان کې چې نورزی د ګهیځ ثبوتونه ولیدل. دا یې د خپل شرکت د بدنامۍ هڅه وبلله. له همدې امله یې د ګهیځ له خبریال څخه د مرکې لپاره د مکتوب راوړلو غوښتنه وکړه. د دغو خبرو په جریان کې پر شته ثبوتونو د سترګې پټولو لپاره د اورش ساختمانی شرکت د یادې پروژې ساحوی انجینر خالد نومی کس د ګهیځ خبریال سره لفظی شخړه هم وکړه، خو د دې ټولو خنډونو سره_سره په درې ساعتونو کې دننه اورش ساختمانی شرکت ته د ګهیځ رسمی مکتوب وسپارل شو.
د مکتوب سپارلو سربېره هم د اورش ساختمانی شرکت مسؤولین د فساد دغو مواردو ته د ځواب لپاره حاضر نه شول. یوې پټې سرچینې ګهیځ ته یادونه وکړه چې د IOM مؤسسې یو شمېر مسؤولین اورش ته د همدغې پروژې په ورکړه کې د رشوت په بڼه لس سلنه ونډه ورکړې. له همدې امله مو د دغو تورونو د سپناوی او د فساد د نورو ثبوتونو د پوښتلو لپاره څو وار د موضوع ښې روښانتیا لپاره د IOM مؤسسې د ختیځ زون دفتر له مشر انجینر میر آغا نصرت سره اړیکه وکړه. په کراتو یې دفتر ته ورغلو، خو نوموړی زموږ موضوع بابیزه وګڼله او په دې اړه یې زموږ مکررو اړیکو او غوښتنو ته مثبت ځواب رانه کړ. ترې وروسته د نوموړی واټس آپ ته هم غږیز پیغام ورواستول شو، خو له درې ورځو تېرېدو وروسته سره له دې چې پیغام یې پر هماغه ساعت ولید، ځواب ورکړې ته چمتو نه شو. د مهاجرینو ریاست چې پر دغې پروژې د څار دنده لرله. وروستۍ هڅه مو دغه ریاست ته د درې ځل تلل او د ترلاسه شویو ثبوتونو د سپناوی غوښتل وو. هلته د مهاجرینو د ریاست مرستیال ولی محمد الله یار تر ډېرو اړیکو او هلو_ځلو وروسته ګهیځ سره ژمنه وکړه چې د یادو ثبوتونو د سپناوی لپاره به د خپلې برخې مسؤولیت په پوره ژمنتیا سره ترسره کوی او په وینا یې که اړتیا شوه، نو بیا ځل به د دغو ځایونو د بېرته پر کېفیته جوړولو وړاندیز وکړی. هغه خبره چې وخت به یې د کره والی په اړه پرېکړه وکړی.
له نسبی سوکالۍ سره سم هېواد ته د بهرنیانو د راتګ پرمهال په بېلابېلو نومونو میلیونونه ډالر راغلل، خو د دغو مرستو تر نیمایی ډېره برخه د څارونکو په باور خپله د بهرنیانو او په کور دننه دوی سره د شریکو پلی کوونکو افغانانو له لوری بېرته پر بېلابېلو پلمو او فاسدو لارو حېف_میل شوی دی.
گهیځ