کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز ته یو شمېر سرچینو ویلی، چې نږدې راتلونکی کې به یو ازبک پلاوی د برېښنا په برخه کې د همکاریو او امو سیند څنډو د تحکیماتو په موخه کابل ته راشی.
سرچینې په نږدې ورځو کې تاشکند ته د افغان سفیر د تګ د تابیا یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ازبکستان تخنیکی ټیمونه په افغانستان کې د پخوانیو تولیدی کارخونو د بیا رغونې پلان لری.
په ورته مهال د افغان حکومت سیاسی مرستیال تازه څرګندونو کې ویلی، چې دوی د خپلواک سیاست پر بنسټ مثبت تعامل ته لومړیتوب ورکوی او غواړی چې په سیمه کې د اقتصادی پروژو برخه شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ