کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د میرویس عزیزی په نوم یو افغان شتمن غواړی، چې په افغانستان کې یو لوی روغتیایی مرکز جوړ کړی.
د خبر پر بنسټ دغه روغتیایی مرکز کې به د سرطانی ناروغیو درملنه، زېږنتون او یتیم پالنه په وړیا ډول ترسره کیږی.
نوموړی له بی بی سی سره په خبرو کې ویلی، چې د افغانستان لپاره یو پروګرام نظر کې لری، چې همدا اوس یې ډیزاینران پرې کار کوی.
د ده په خبره یادو درې واړو پروژو لپاره یې ۳۵۰ جریبه ځمکه اخیستې او سل میلیونه ډالر یې د رغولو لپاره ځانګړی کړی دی.
ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر افغانانو د نوموړی دغه څرګندونې ستایلی او له نوموړی یې هیله کړې، چې هر څۀ ژر د دغو پروژو عملی چارې پیل کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ