کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د سرپرست حکومت تخنیکي پلاوي چې د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت، د صنعت او سوداګرۍترانسپورټ او هوایي چلند، بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازي په کې ګډون لري، ایران ته سفر کړی دی.
د خبر پر بنسټ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې دغه پلاوی به ایران ته د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وروستي سفر په ترڅ کې د شویو هوکړو د عملي تطبیق او د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ او د هېواد صادراتو زیاتولي په موخه د دغه هېواد د اړوند برخو له مسوولینو سره خبرې وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره د اقتصادي او ټرانزیټي موضوعاتو په اړه ځینې تړونونه کړي وو او د هغوی د تعقیب لپاره یې د کمېټو په ټاکلو سره هوکړه کړې وه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/