یو افغان پلاوی ایران ته په سفر تللی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې د سرپرست حکومت تخنیکی پلاوی چې د ریاست الوزراء د اقتصادی معاونیت، د صنعت او سوداګرۍترانسپورټ او هوایی چلند، بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازی په کې ګډون لری، ایران ته سفر کړی دی.

د خبر پر بنسټ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې دغه پلاوی به ایران ته د ریاست الوزراء د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر وروستی سفر په ترڅ کې د شویو هوکړو د عملی تطبیق او د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ او د هېواد صادراتو زیاتولی په موخه د دغه هېواد د اړوند برخو له مسوولینو سره خبرې وکړی.

د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې له ایرانی چارواکو سره د اقتصادی او ټرانزیټی موضوعاتو په اړه ځینې تړونونه کړی وو او د هغوی د تعقیب لپاره یې د کمېټو په ټاکلو سره هوکړه کړې وه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.