کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۱ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د بهرام سالاری په نوم د افغانستان یو ۱۷ کلن تنکی ځوان د اتریش په ملی سیالیو کې د سرو زرو د مډال تر ګټلو وروسته د دغه هېواد ملی لوبډلې ته لاره پیدا کړه.
افغان لوبغاړی بهرام سالاری د افغانستان په غزنی ولایت کې زېږېدلی، چې دوه کاله وړاندې اتریش هېواد ته د پناه غوښتلو په موخه کډوال شوی و.
افغانستان کې تر وروستی سیاسی بدلون وروسته ګڼ شمېر دغه ډول افغانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول، چې ډېری یې اوس هلته د هماغو هېوادونو لپاره سیالۍ ترسره کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ