یو شمېر محصلین د ننګرهار پوهنتون په اداری څانګو کې د فساد له شتون نه سر ټکوی

یو شمېر محصلین د ننګرهار پوهنتون په اداری څانګو کې د فساد له شتون نه سر ټکوی
راپور/ ساحل اتل
د ګهیځ موندنی ښیی چې د ننګرهار په دولتی پوهنتون کې مراجعین د قانونی کارونو د تر سره کولو لپاره اړ دی څو اداری کارکوونکو ته د شیرینۍ په نوم یوه اندازه پیسې ورکړی.
ګهیځ همدا راز موندلی چې په یاد پوهنتون کې د فراغت د هر ډیپلوم په مقابل کې له مراجعینو څخه تر اصلیی بیې دوه سوه افغانۍ زیاتې اخیستل کېږی.
د ننګرهار پوهنتون څخه هر کال زرګونه محصلین فارغیږی چې یو زیات شمېر یی نیوکه کوی چې اداری کارونه یی په ځنډ سره تر سره کېږی او اداری کارکوونکی ترې په بېلا بېلو نومونو د پیسو غوښتنه کوی.
د ولید په نامه یو تن فارغ شوی محصل یی په اړه وایی: “زما څلور ورځې وشوې د ډیپلوم د اخیستلو لپاره پوهنتون ته ځم راځم کار مې نه کېږی، دوی د خپل ځان لپاره د شیرینی په نامه دوه سوه درې سوه، څلور سوه روپۍ اخلی.”
همدا رنگه مرسل چې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو له پوهنځی څخه فارغه ده وایی چې په پوهنتون کې د یوه قانونی کار د تر سره کولو لپاره اړه شوې وه چې دوه سوه افغانۍ د شیرینۍ په نوم یو اداری کارمند ته ورکړی.
نوموړې وایی چې : “یو مې د ډیپلوم د تر لاسه کولو لپاره د هغې قانونی قیمت زر افغانۍ ورکړې خو دا چې کارونه مې ژر خلاص شی، دوه سوه روپۍ مې اضافی ورکړې. ”
شاهدالله چې له ننګرهار پوهنتون نه فارغ دی او اوس پوهنتون ته د ډ یپلوم د اخیستلو په موخه راغلی دی، نوموړی وایی درې ورځې کېږی چې د ډیپلوم کار یی پیل کړی دی خو تر اوسه یې کارونه ځکه ندی بشپړ شوی چې مامورینو ته د شیرینۍ په نامه رشوت نه ورکوی.
نوموړی زیاتوی چې: “د ډیپلوم قانونی قیمت زر افغانۍ دی، دوی له موږ څخه ۱۲۰۰ افغانۍ اخلی، له ځینو ۱۵۰۰ اخلی، که موږ اضافی پیسې ورنکړو زموږ سندونه ځنډول کېږی، موږ ته بهانی کوی چې سبا راشئ، بل سبا راشئ.”
بل خوا د ننګرهار پوهنتون د محصلینو چارو آمر جمیل خاتم هم په ننګرهار پوهنتون کې د یو شمېر مامورینو لخوا په بېلا بېلو نومونو د پیسو اخیستل نه ردوی خو وایی چې د پوهنتون اداره ژمنه ده چې د غیر قانونی پیسو د اخیستنې مخنیوی وکړی.
د پوهنتون د محصلینو چارو آمر زیاتوی چې: “هر مامور خپل معاش لری، د خپلې دندې لایحې په اساس کار کوی، څوک چې پیسې ورکوی هغوی هم کمزوری شخصیتونه دی، که د پوهنتون اداره داسې کوم مورد وګوری، ژمنه کوی چې د مخنیوی لپاره به یی کوټلی ګامونه واخلی ”
ښاغلی خاتم وایی چې د ډیپلوم د بیو په تړاو وایی چې د ډیپلوم اصلی قیمت ۱۰۰۰ افغانۍ دی خو کله چې ورته پرنټ کېږی او د پوهنځی لخوا ورته ورکول کېږی، نو ښایی ۱۰۰ افغانۍ ترې اضافی واخیستل شی.
د نوموړی په وینا تدریسی مدیریتونه د چاپ ټول مصارف په خپله غاړه لری خو د چاپ او ډیزاین لپاره باید تر سلو افغانیو پورې ترې واخیستل شی.
که څه هم ښاغلی خاتم وایی چې په راتلونکې کې به د ډیپلوم او ترانسکریپونو د ورکړې لپاره یوه مشخصه تګلاره جوړه کړی چې د غیر قانونی پیسو د اخیستنې مخنیوې به وشی، خو پدې اړه څه نه وایی چې دا سل افغانۍ اضافه په کوم قانون د محصلینو مدیریتونه له محصلینو اخلی.
بل خوا د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ګهیځ ته وویل، اداره یی ژمنه ده چې د ناقانونه پیسو د اخیستلو مخنیوی وکړی.
دی وایی: “که د پوهنتون اداره د کوم مامور په خلاف سند تر لاسه کړی، قانونی اجرآت به ورسره وشی. د پوهنتون اداره په هېڅ بڼه دا ډول کړنې نه منی، موږ ژمن یو چې په شفاف ډول مراجعینو ته خپل خدمات وړاندې کړو.”
د ننګرهار پوهنتون په هېواد کې د لومړۍ درجه تحصلیی بنسټونو نه شمېرل کېږی او هر کال ترې په منځنۍ کچه تر درې زرو محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.