معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یو شمېر موسسې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې مختلفې پروژې پلې کوي

یو شمېر موسسې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې مختلفې پروژې پلې کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د یو شمېر بهرنیو موسسو له لوري د مختلفو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت په خپله ټویټر پاڼه ليکلي، چې په همدې موخه د یاد وزارت د مشرتابه له لوري د سولې او پراختیا لپاره د برابرۍ، نړیوالو لپاره ښه ګاونډیان، فیروز کوه، اکټیډ، د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې، او اسلاميک ریلیف موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغه هوکړه لیکونو له مخې به یادې موسسې په کابل، هرات، بلخ، کندهار، هلمند، فراه، جوزجان، بامیان، سمنګان، فاریاب، نورستان او بادغیس ولایتونو کې مختلفې پروژې پلې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت همدارنګه ویلي، چې په دغو هوکړه ليکونو کې (د حرفوي او معیشتي مهارتونو روزنیز پروګرام، د سوداګرۍ پراختیا او ګټه اخیستونکو ته د تجهیزاتو برابرول، د خصوصي متشبثینو لپاره د ملاتړ پروګرام، د اوبدونکو او صنعت کارانو ښځو ملاتړ، د کلیو دوامداره پراختیا، سیمه يیز اقتصادي فعالیتونه او د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ پراختیا) پروژې شاملې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس