کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د یو شمېر بهرنیو موسسو له لوری د مختلفو پروژو د پلی کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلی، چې په همدې موخه د یاد وزارت د مشرتابه له لوری د سولې او پراختیا لپاره د برابرۍ، نړیوالو لپاره ښه ګاونډیان، فیروز کوه، اکټیډ، د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې، او اسلامیک ریلیف موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغه هوکړه لیکونو له مخې به یادې موسسې په کابل، هرات، بلخ، کندهار، هلمند، فراه، جوزجان، بامیان، سمنګان، فاریاب، نورستان او بادغیس ولایتونو کې مختلفې پروژې پلې کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت همدارنګه ویلی، چې په دغو هوکړه لیکونو کې (د حرفوی او معیشتی مهارتونو روزنیز پروګرام، د سوداګرۍ پراختیا او ګټه اخیستونکو ته د تجهیزاتو برابرول، د خصوصی متشبثینو لپاره د ملاتړ پروګرام، د اوبدونکو او صنعت کارانو ښځو ملاتړ، د کلیو دوامداره پراختیا، سیمه ییز اقتصادی فعالیتونه او د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ پراختیا) پروژې شاملې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ