معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یو شمېر ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید په تړاو خبرې شوي

یو شمېر ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید په تړاو خبرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پانګونې بین‌ الوزارتي کمېټې د نوبتي ناستې پرمهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید او یو شمېر نورو اقتصادي طرحو په اړه بحث کړی.

د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت ویلي، د پانګونې بین‌ الوزارتي کمېټې ناستې ته د خصوصي سکټور له لوري په کاپیسا، هرات او کابل کې د لمریزې برېښنا د تولید او همدا رنګه په کندهار کې د لمریزې برېښنا زېرمه کولو په موخه د بټریو د نصب، د هېواد په لسو مهمو بندرونو کې د کرنیزو او خوراکي توکو د کېفیت د کنټرول په موخه د لابراتوارونو د جوړولو او په هرات کې د پستې باغونو او بېلابېلو مېوه لرونکو ونو د سوداګریزې قوریې جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې دي.

دغه ناسته کې جلا – جلا کمېټو ته دندې سپارل شوې چې د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي او اقتصادي بحثونه ترسره او خپل وروستي راپورونه په ټاکل شویو نېټو د پانګونې بین‌ الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس