یو شمېر ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید په تړاو خبرې شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پانګونې بین‌ الوزارتی کمېټې د نوبتی ناستې پرمهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید او یو شمېر نورو اقتصادی طرحو په اړه بحث کړی.

د سرپرست حکومت اقتصادی معاونیت ویلی، د پانګونې بین‌ الوزارتی کمېټې ناستې ته د خصوصی سکټور له لوری په کاپیسا، هرات او کابل کې د لمریزې برېښنا د تولید او همدا رنګه په کندهار کې د لمریزې برېښنا زېرمه کولو په موخه د بټریو د نصب، د هېواد په لسو مهمو بندرونو کې د کرنیزو او خوراکی توکو د کېفیت د کنټرول په موخه د لابراتوارونو د جوړولو او په هرات کې د پستې باغونو او بېلابېلو مېوه لرونکو ونو د سوداګریزې قوریې جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې دی.

دغه ناسته کې جلا – جلا کمېټو ته دندې سپارل شوې چې د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکی او اقتصادی بحثونه ترسره او خپل وروستی راپورونه په ټاکل شویو نېټو د پانګونې بین‌ الوزارتی کمېټې ته وړاندې کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.