کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۱ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د سختو ټپي شویو فلسطیني وګړو یوه ډله د غزې په جنوب کې د رفح پولې له لارې مصر ته رسېدلې ده.
دا لومړی ځل دی چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د روانې جګړې د پیل راهیسې خلک له کلابندې غزې د وتلو توان پیدا کوي.
د خبر پر بنسټ، په لومړي پړاو کې ۸۸ تنه ټپي شويو فلسطینیانو او شاوخوا ۵۰۰ بهرني وګړو ته د وتو اجازه ورکړل شوې ده.
پر غزې د اسراییلي ځواکونو روانو بریدونو کې زرګونه ولسي فلسطیني وګړو ته مرګ – ژوبله اوښتې او دا لړۍ لا هم دوام لري.
غزه د اسراییلي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/