یو شمېر ټپی شوی فلسطینیان د درملنې لپاره د رفح پولې له لارې مصر ته وړل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۱ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د سختو ټپی شویو فلسطینی وګړو یوه ډله د غزې په جنوب کې د رفح پولې له لارې مصر ته رسېدلې ده.
دا لومړی ځل دی چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د روانې جګړې د پیل راهیسې خلک له کلابندې غزې د وتلو توان پیدا کوی.
د خبر پر بنسټ، په لومړی پړاو کې ۸۸ تنه ټپی شویو فلسطینیانو او شاوخوا ۵۰۰ بهرنی وګړو ته د وتو اجازه ورکړل شوې ده.
پر غزې د اسراییلی ځواکونو روانو بریدونو کې زرګونه ولسی فلسطینی وګړو ته مرګ – ژوبله اوښتې او دا لړۍ لا هم دوام لری.
غزه د اسراییلی ځواکونو له لوری کلابنده شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.