یو لوړ پوړی پلاوی تورخم کې د راتلونکو افغان کډوالو ستونزې وارزولې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حکومت د امیر په ځانګړی حکم د ریاست الوزراء اداری او مالی مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی تورخم ته د خپل سفر په ترڅ کې له بېلابېلو سیمو لیدنې کړی.
د دغه پلاوی په ترکیب کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مولوی خیرالله خیرخواه، د مهاجرینو او بېرته راستنیدونکو چارو سرپرست مولوی خلیل الرحمان حقانی او د مالیې وزارت مرستیال مولوی عبدالقدیر احمد ګډون درلود.
خبر زیاتوی، چې یادو کسانو صفری نقطه کې له یو شمېر راستنېدونکو کډوالو سره تر کتنې وروسته لعل پوره کې له جوړ شوی پنډغالی هم لیدنه کړې.
د خبر پر بنسټ، یاد پلاوی په دغه سفر کې د کډوالو ستونزو تر اورېدلو وروسته دوه کمېسیونونه ټاکلی، چې لومړی کمېسیون د سرې میاشتې ادارې په ګډون د پنځو وزارتونو، مهاجرینو، روغتیا، ټرانسپورټ، حوادثو او زراعت وزارتونو په شتون جوړ شوی او په دوهم کمېسیون کې بیا د مولوی عبدالسلام حنفی په مشرۍ د بېلابېلو ادارو له استازو څخه ۱۲ کمېټې جوړې شوې، چې د راستنېدونکو کډوالو پر وړاندې به د رامنځته کېدونکو ستونزو ژر حل په اړه اقدام کوی.
افغان پلاوی راستنېدونکو افغانانو ته د خپلو امکاناتو په محدوده کې د ښو خدماتو او اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.
د پلاوی مشر اړوندو مسوولینو ته په عاجله توګه د دوو موقتی کمپونو د جوړولو هدایت وکړ او اړوند مسوولین یې موظف کړل، څو په یادو کمپونو کې د خېمو، اوبو، خوراک، روغتیا او نورو ټولو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترتیبات ونیسی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.