معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یو وسلوال برید کې د پاکستان د ګمرک پنځه کارکوونکي ټپيان شوي

یو وسلوال برید کې د پاکستان د ګمرک پنځه کارکوونکي ټپيان شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۸ مه نېټه):
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ګمرک پنځه تنه کارکوونکي د پېښور ښار د متنۍ کلي کې د ناپېژانده وسلوالو په ډزو کې ټپيان شوي دي.
د خبر له مخې د متنۍ سیمې د پولیسو پر حواله ویل شوي، چې د دواړو لورو ترمنځ له نښتې وروسته وسلوال کسان له سیمې تښتېدلي دي.
ځایي امنیتي مسوولینو ویلي، چې د پېښې په اړه یې څېړنې پيل کړپ دي.
پاکستاني پولیسو ویلي، چې په پېښه کې د دوو تنو ټپي شویو کسانو حالت نازک دی.
تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې د خېبر پښتونخوا دېره اسماعیل خان کې هم د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید شوی و، چې په کې ۲۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د دغه برید د مسوولیت منلو پۀ تړاو تر اوسه کومې وسلوالې ډلې څۀ نۀ دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس