کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۸ مه نېټه):
پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ګمرک پنځه تنه کارکوونکی د پېښور ښار د متنۍ کلی کې د ناپېژانده وسلوالو په ډزو کې ټپیان شوی دی.
د خبر له مخې د متنۍ سیمې د پولیسو پر حواله ویل شوی، چې د دواړو لورو ترمنځ له نښتې وروسته وسلوال کسان له سیمې تښتېدلی دی.
ځایی امنیتی مسوولینو ویلی، چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړپ دی.
پاکستانی پولیسو ویلی، چې په پېښه کې د دوو تنو ټپی شویو کسانو حالت نازک دی.
تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې د خېبر پښتونخوا دېره اسماعیل خان کې هم د امنیتی ځواکونو پر کاروان برید شوی و، چې په کې ۲۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د دغه برید د مسوولیت منلو پۀ تړاو تر اوسه کومې وسلوالې ډلې څۀ نۀ دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ