یو پخوانی کاناډایی پوځی د دوه میاشتو بند وروسته د اسلامی امارت له خوا خوشې شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کاناډا هیواد یو پخوانی پوځی د دوه میاشتو بند وروسته په افغانستان کې د اسلامی امارت له خوا خوشې شو په قطر کې د اسلامی امارت استازی، سهیل شاهین د دې خبر په تایید سره ویلی چې ډیوېډ لاوری، د کاناډا پخوانی پوځی، د ځینو سرغړونو له امله په افغانستان کې نیول شوی و. هغه زیاته کړې چې د اسلامی امارت د سوله‌ییزو حل‌لارو د ملاتړ له مخې او د قطر په منځګړتوب، یاد کس خوشې شوی دی.

سهیل شاهین زیاتوی چې ډیوېډ لاوری د ځینو سرغړونو په تور توقیف شوی و،چې د قطر د دوست هېواد په منځګړتوب او د اسلامی امارت د مثبت تعامل له مخې خوشې شوی دی.

همدا راز د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې، ملانی جولی، د قطر هڅې ستایلې دی او ویلی یې دی چې ډیوېډ لاوری اوس قطر ته رسېدلی او ښه وضعیت کې دی.

د راپورونو له مخې، ډیوېډ لاوری نږدې دوه میاشتې مخکې، د تېر کال د نومبر په میاشت کې، په افغانستان کې نیول شوی و.

 

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.