کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین په خپل کاري دفتر کې د چینايي «GADI» شرکت له مسؤولینو سره کتلي دي.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د یاد شرکت مسؤولینو په افغانستان کې د زر میګاواټه برېښنا په وړتیا، د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د انرژۍ معین هم په افغانستان کې د یاد شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د دغه وزارت له لوري یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دواړو لوریو د دغې پانګونې لپاره د زمینې چمتو کېدو او عملي چارو د پیلېدو په خاطر، پر لا زیاتو همغږیو او د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/