یو چینایی شرکت غواړی افغانستان کې د زر میګاواټه برېښنا پر تولید کار وکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین په خپل کاری دفتر کې د چینایی «GADI» شرکت له مسؤولینو سره کتلی دی.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د یاد شرکت مسؤولینو په افغانستان کې د زر میګاواټه برېښنا په وړتیا، د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د انرژۍ معین هم په افغانستان کې د یاد شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د دغه وزارت له لوری یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دواړو لوریو د دغې پانګونې لپاره د زمینې چمتو کېدو او عملی چارو د پیلېدو په خاطر، پر لا زیاتو همغږیو او د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.