کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، چې ۱۵ افغان بندیان په پاکستان کې له بنده خوشې او افغانستان ته راستانه شول.
د راپور پر بنسټ دغه ۱۵ تنه افغان بندیان د کوټې له زندانونو خوشې شوی دی.
د یاد وزارت په خبره، د سپین بولدک سرحدی امریت د اطلاعاتو له مخې دغه کسان د قانونی اسنادو د نه لرلو له امله بندیان شوی وو.
د مسوولینو په وینا یاد بندیان له راستنېدو سره سم د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ