۱۹ کلنو افغان لوبډله نن د کوربه اماراتو پر وړاندې سیالی کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو کرکټ لوبډله نن دوشنبه د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د کوربه عربی متحده اماراتو پر وړاندې خپله دوهمه لوبه ترسره کوی.

دغه ۵۰ اووریزه سیالی به د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې د دوبۍ په ښار کې پیل شی.

دې سیالیو کې افغانستان د خپلې لومړۍ لوبې په ترڅ کې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړې ده.

دا درې اړخیزې سیالۍ د افغانستان، پاکستان او اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ کیږی، چې هره لوبډله به د یو بل پر وړاندې دوه‌ – دوه سیالۍ ترسره کړی.

افغان کرکټ بورډ ویلی، دا سیالۍ د ۱۹ کلنو ځوانانو د آسیا جام سیالیو د چمتووالی په موخه ترسره کیږی.

د دې سیالیو دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه وکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.