کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۲ مه نېټه)
د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څېړنو مرکز کلني راپور کې راغلي، چې ۲۰۲۴ کال پرمهال دغه هېواد کې ټولټال ۴۴۴ بریدونه شوي دي.
په دې بریدونو کې د ۶۸۵ امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۵۴۶ کسان وژل شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله د مرګ – ژوبلې کچه کې ۶۶ سلنه لوړوالی ښيي.
راپور زیاتوي، چې د بریدونو شمېر او مرګ – ژوبلې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.
شنونکي وایي، د دې ستونزې اصلي علت د وسلوالو ډلو فعالې شبکې او کمزوری امنیتي مدیریت دی.
د پاکستان امنیتي چارواکو د راپور په غبرګون کې ژمنه کړې چې د امنیت د ټینګښت لپاره به نوي ګامونه پورته کړي، خو د خلکو اندېښنې لا هم پر ځای دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/